چین، امریکا او برتانیې پاکستان ته د سېلاب له زیانونو سره د مقابلې لپاره د هر ډول ممکنه مرستې ډاډ ورکړی دی.

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: چین، امریکا او برتانیې پاکستان ته د سېلاب له زیانونو سره د مقابلې لپاره د هر ډول ممکنه مرستې ډاډ ورکړی دی.
دغه ډاډ د خزانې وزير اسحاق ډار ته د درې واړو هېوادونو سفيرانو په جلا جلا ليدنو کې ورکړ.
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د امريكې، برطانيې او چين سفيرانو ته په پاكستان كښې د سېلاب ځپلو او بيا آبادۍ كارو په اړه اعتماد كښې واخست۔ موافقه وشوه چې د سیلاب ځپلو بیا رغونه او ځای پر ځای کول به څو کاله وخت ونیسي.
پاکستان په دې سخت وخت کې د درې واړو هېوادونو سفيرانو ته د مرستې غوښتنه کړې، چې پر امريکا، برتانيا او چين پاکستان ته د هر ډول ممکنه مرستې ډاډ ورکړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ماليې وزير سفيرانو ته وويل، چې د قربانيانو د بيارغونې لپاره به ١٦ ميليارده ډالر ولګول شي. پاکستان د قرض د بیا تنظیمولو او رول اوور او همدارنګه د نوي پور جاري کولو په اړه خبرې وکړې.
په سختو حالاتو کې د IMF لخوا د پروګرامونو د دوام لپاره په سخت شرطونه هم خبرې وشوې.
……………….






