د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي وئيلي دي چي وزيراعظم شهباز شريف ته ئي د صحت کارډ د بقاياوو د ادا کولو لپاره خط ليکلې

0
88

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي وئيلي دي چي وزيراعظم شهباز شريف ته ئي د صحت کارډ د بقاياوو د ادا کولو لپاره خط ليکلي دي۔ د چوهدري پرويز الاهي په مشرۍ كښې د اعلي كچه غونډه وشوه چې پكښې ورته د صحت كارډ پروګرام په اړه بريفنګ وركړې شو۔ پرويز الاهي وويل د صحت کارډ د بقاياو د ادا کولو دپاره يې وزيراعظم ته خط ليکلی دی، وفاقي حکومت د صحت کارډ دپاره اووه نيم اربه روپۍ ورکړي دي.
ده ووئيل پنجاب د صحت كارډ 100 فيصده واجبات ادا كړې، وفاقي حكومت د عوامي فلاح پروژې لپاره يوه روپۍ هم نه ده وركړې، صحت كارډ د عمران خان تاريخي پروګرام دې۔ دپنجاب وزيراعلي وئيلي دي چې دپنجاب ټول اولس ته پرته له کوم تبعيض څخه دصحت کوريج ورکول کيږي، په صحت کارډ باندې دپنجاب په 821 سرکاري او شخصي هسپتالونو کې مفت علاج کولى شي، دصحت کارډ پروگرام څخه 28 لکو څخه زياتو خلکو ګټه اخستې ده. .

Leave a reply