لاهور هایی کورټ د پي ټي آیی مشر اسد عمر ته د عدالت سپکاوي کولو په ضد نوټس ورکړې دې

0
180

باغي ټي وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بينچ جسټس جواد حسن د پاکستان تحريک انصاف جنرل سيکرټري اسد عمر ته د توهين عدالت نوټس جاري کړے دے۔ عدالت وايي د پي ټي ائي د احتجاجي دھرنو د درخواستونو اورېدنه هغه وخت روانه وه کله چې اسد عمر د نومبر په ۲۶مه غونډه کې عدالتونه په نښه کړل.
نوټس کښې وئيلي شوي دي چې دپنډي بنچ ايډيشنل رجسټرار د اسد عمر د سپکاوي وينا څخه عدالت ته خبر ورکړى ؤ، دهغه وينا په ټول هيواد کې په ټي وي چينلونو ښودل شوې وه اؤ دهغه وينا دعدالتي عدالتونو په ججانو دبريد هڅه وه. د پاکستان د اساسي قانون د ۲۰۴ (۲)بي مادې له مخې محکمې ته دا واک دی چې هر هغه چا ته سزا ورکړي چې عدالتونه په نښه کوي، د پاکستان سترې محکمې په ۲۰۱۷م کال کې د عدالتونو د بدنامولو په تور نهال هاشمي ته سزا اورولې وه. عدالت اسد عمر ته بلنه ورکړې چې د دسمبر په اوومه نېټه عدالت ته حاضر شي

Leave a reply