کابل کې د پاکستان په سفارت تر برید وروسته، د افغانستان پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ټلفون خبرې کړې دي 

0
152

کابل کې د پاکستان په سفارت تر برید وروسته، د افغانستان پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ټلفون خبرې کړې دي 

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان پر سفارت د ډزو یو عامل نیول شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان سفارت ته څېرمه له یوې ودانۍ څخه د دغه هېواد پر سفیر ۱۱ ناپېژاندو وسله والو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې یو ساتونکی ټپي شو او سفیر له پېښې روغ ووت.

 

(2022 / 12  / 3    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د پاکستان پر سفارت له برید وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان موتاغي د دغه سفارت د امنیت په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د دغه هېواد د ډیپلوماټانو د خوندیتوب لپاره له کابل سره په تماس کې دي او دوی د دې هېواد د سفارت د تړلو او د خپلو دیپلوماتانو د ایستلو اراده نه لري.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان پر سفارت د ډزو یو عامل نیول شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان سفارت ته څېرمه له یوې ودانۍ څخه د دغه هېواد پر سفیر ۱۱ ناپېژاندو وسله والو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې یو ساتونکی ټپي شو او سفیر له پېښې روغ ووت.

اړوند موضوعات:

کابل کې د پاکستان پر شانزدافیر برید؛ شهباز شریف په کلکو ټکو غندلی دی 

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي پر دفتر وسله والو بريد کړى و.

Leave a reply