پاکستان په دې سخت وخت کښې افغانانو سر ملګرۍ دې: منصوراحمد

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد د افغانستان وزیر صحت ډاکټر قلندر عباد سره ملاقات کړې او په افغانستان کښې افغان اولس ته راپیښ یو شمیر ستونزو او په مسلو ی ټینګار کړې دې.
منصور احمد په ټویټر پانړه لیکي چې د پاکستان حکومت نه افغان اولس سره دا ژمنه شوې چې پاکستان به په دې سخت وخت کښې د افغان اولس ملګرتیا کوي او د افغان اولس ته به په بشري مرستې رسولو کښې فعال رول لوبوي.
منصور احمد لیکي چې د دواړه هیوادنو نمایندګانو ترمینځ دا ژمنه وشوه چې د صحت په سیکټر کښې به یوبل سره مرستې کوي چې د افغان اولس ستونزې کمې شي.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې د پاک افغان د ځوانانو ټولنې یو سازمان پاک افغان د همکاري ټولنې له طرف نه د افغانستان کابل، خوست او قندهار ولایتونو ته بشري مرستې ورسول شوي، دا مرستې په هوایی او زمکي دواړو لارې افغان اولس ته ډالۍ کړې شوې.
په دې مرستو کښې خوراکي توکي او داروګان شامل وو چې د پاکستاني چارواکو د طرف نه د امارت اسلامی افغانستان د مشرانو ته په دې ولایتونو کښې حواله کړې شو.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی افغانستان مشرانو وخت به وخت بیانونه جاري کوي چې د ګاونډي هیوادونه د پاکستان په شمول، ټولو د نړۍ هیوادونو سره ښې اړیکې غواړو او دا هم زیاتوي چې هیچا له به هم اجازت ور نه کړو چې د افغانستان خاوره د کوم هیواد په ضد استعمال شي.
Called on H.E. Dr. Qalandar Ebad, Afghan Minister of Public Health. Discussed need of strengthening bilateral cooperation in health sector & difficulties being faced by Afghan health sector due to freezing of funds @ForeignOfficePk @PakinAfg pic.twitter.com/CXBxwgKAUv
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) September 29, 2021





