د کراچۍ اولس لپاره ښه خبر، د بریښنا نرخ د کمولو پریکړه شوې ده.
باغی ټي وي رپورټ
د كراچۍ اولس لپاره بریښنا 2 روپۍ 14 پيسې في يونټ کمولو منظوري وركړې شوې د كراچۍ بریښنا کاروونکو لپاره د بجلۍ په نرخ كښې دوه روپۍ 14 پېسې في يونټ كمولو منظوري وركړې شوه۔
د نیپرا چارواکو وینا ده چې د بجلۍ په نرخونو کې کمی د اکتوبر میاشتې د فیول ایڈجسٹمنٹ په لړ کې کړی شوی دی، په نرخونو کې کمی به د کراچۍ صارفینو ته د درې ارب 59 کروړه روپو ریلیف ورکوي.
د نیپرا په بیان کې ویل شوي چې دا فیصله به د K اليکټرک په لائف لائن پېرودونکو باندې نه وي، کوم چې د خپلو وسائلو نه په 32 روپۍ 96 پيسې في يونټ بجلي پيدا کوي.
د نیپرا چارواکو وینا ده چې د سی پی پی اے نه د بجلئ نرخ 12 روپۍ 1 روپۍ فی یونټ دی.
چيئرمېن نيپرا د اليکټرک چارواکو نه پوښتنه وکړه چې ولې په اکتوبر مياشت کښې د ډيزل نه بجلي پيدا کړې شوه؟ ایا د ډیزلو څخه د بریښنا د تولید په اړه چارواکو ته دمخه خبر ورکړل شوی و؟د برېښنا شرکت مسوولینو ویلي، چې د برېښنا د تولید په برخه کې قوانین عملي شوي دي.