بلوچستان کښې پاکستاني امنیتي ځواکونو د ترهګرو په ضد عملیات کړي دي، د بلوچستان په هوشاب سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ ترهګر وژل شوي دي.

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان په هوشاب سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ ترهګر وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي، امنیتي ځواکونو د پټو معلوماتو پر اساس په هوشاب سیمه کې عملیات کړي.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې د عملياتو په مهال د ډزو په تبادله کې لس ترهګر وژل شوي، يو ترهګر په ژوبل حالت کې نيول شوی او دوه ترهګر تښتېدلي دي.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي سيمه کښي د وسله والو د لټون لپاره عمليات روان دي۔
د آئي ايس پي آر ترمخه د وژل شوؤ ترهګرو نه د کور جوړ شوي بمونه، وسلې او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي دغه ترهګر په هوشاب ايم 8 موټروے باندي په بيګناه ولسي وګړو، سکيورټي فورسز او آئي اي ډي چاودنو کښي هم ککړ وو۔
د آئي ايس پي آر له مخې امنيتي ځواکونه د بلوچستان د امن، ثبات او پرمختګ د سبوتاژ کولو هڅې ناکامه کولو لپاره عزم لري.






