د پي ټي آیی مشر فواد چوهدري امریکایی سفری ډونلډ بلوم سره لیدنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د امريکا سفير ډونلډ بلوم سره ليدلي دي.
دسرچينو له مخې دغه ليدنه نن ماسپښين له دريو څخه تر څلورو بجو پورې دامريکا په سفارت کې ترسره شوه او دغه ليدنه يو ساعت روانه وه.
سرچينې زياته کړې، چې په دې کتنه کې د هېواد پر سياسي وضعيت هم خبرې وشوې. ياده دې وي چې دا په څو ورځو کې د فواد چوهدري له امريکايي سفير سره دويمه ليدنه ده.
د امریکا سفارت د نننۍ غونډې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د سفارتي ذرائعو ترمخه د امريکې سفير د پي ټي آئي او پي ټي آئي مشرانو سره ملاقاتونه کوي او د دې ملاقاتونو تفصيلات نه دي په ډاګه شوي۔






