د نوي ټاکل شوي فوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر په اړه ددوی ګاونډیان وایی چې هغه ډیر تیز بالر وو
باغی ټي وي رپورټ
د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر کلیوالو چې د پاکستان د پوځ د ۱۷م مشر په توګه یې ذمه واري او کمانډ په غاړه اخیستې، د هغه په اړه ځینې زاړه یادونه تازه کوي او رسنیو سره ی د پخوا زمانې د نوي ټاکل شوي د فوځ سرلښکر په اړه ښایسته یادونه شریک کړي دي.
د جیو نیوز پروګرام کیپیټل ټیک په رپورټ کې د پوځ مشر ګاونډیانو د خبرو پر مهال د هغه په اړه په زړه پورې خاطرې شریکې کړې.
د راپور له مخې د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر ماشومتوب د راولپنډۍ په دیره حسن اباد سیمه کې تېر شوی، هغه د سیمې له یوې مشهورې، مذهبي کورنۍ سره تړاو لري، د عاصم منیر پلارنی کور د هغه د ساده ژوند کولو ثبوت دی.
په راپور کې ویل شوي چې جنرال عاصم په ماشومتوب کې په ګاونډ کې کرکټ لوبه کوله، هغه په کالج روډ کې د دارالتاوید له مرکزی مدرسې څخه قرآن کریم حفظ کړی و، ټول وروڼه او خویندې یې هم د قرآن حافظان دي.
د مدرسې دارالتجوید محترم حافظ نسیم خلیل د کیپیټل ټیک خبریال ته وویل چې عاصم منیر د ۶ نه تر ۷ کالو په عمر کې مدرسې ته داخل شوی وو او پلار یې ورته د قرآن کریم حفظ کولو.
رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې اولس د آرمي چيف په توګه د جنرل عاصم منير په ټاکنه خوښي څرګنده کړې ده۔
د کلي یوې ښځې ویلي، عاصم منیر په خپل ژوند کې هېڅکله چا ته زیان نه دی رسولی.
يو تن وويل چې جنرال عاصم منير هم په همدې سيمه کې کرکټ کاوه او ډېره تېزه توپ اچونه يې کوله.