سندهه هایی کورټ د هغه افسرانو لسټ غوښتې چې ګټکا او پوري خرڅولو کښې ککړ دي

0
80

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ هائي کورټ د گټکو او مين پوري په کاروبار کښې د ککړو پوليس افسرانو رپورټ طلب کړی دی.

د سندهـ هائي کورټ د گټکا او مانپوري د بندېز په اړه د يوې مقدمې اورېدنه وکړه چې په ترڅ کې عدالت پوښتنه وکړه چې د گټکا مينپوري په کاروبار کې د څومره پوليس افسرانو په ضد کارروائي شوې؟
عدالت د گټکو په خرڅلاو کې د ککړ پوليس افسرانو په اړه رپورټ غوښتی او ايډيشنل آئي جي کراچۍ ته يې په شپږو هفتو کې دننه رپورټ وړاندې کولو حکم کړی دی.

عدالت د قانون سيکرټري ته دا لارښوونه هم کړي چې د ګټکا بندېز په اړه د قانون جوړولو د پرمختګ رپورټ وړاندې کړي.

Leave a reply