فیصل واوډا وایی چې هغه ویډیو چې لیک شوې اعظم سواتي په خپله جوړه کړې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف پخواني وفاقي وزیر فیصل واوډا ویلي دي کومه ویډیو چې اعظم سواتي یې تکراروي هغه ی پخپله جوړه کړې وه.
فیصل واوډا د جیو نیوز په پروګرام “جرګه” کې له کوربه سلیم صافي سره د خبرو پر مهال وویل چې د ویډیو په لیک کې کوم غیر مند سړی وايي چې هو دا زما ویډیو ده؟
هغه وویل چې دا ویډیو یې پخپله جوړه کړې، عمران خان ساده سړی دی، نه پوهیږي.
فیصل واوډ زیاته کړه چې که اعظم سواتي اصلي ویډیو لري نو ویډیو یې څنګه ترلاسه کړه؟ دوی اصلي ویډیو لري، نو پاتې نور څنګه جعلي لري؟
هغه وويل د ويډيو په اړه د اعظم سواتي ټوله خبره دروغ ده، اول يې د ويډيو په ضد احتجاج وکړ، بيا يې ژړل، بيا يې مارچ وکړ او کله چې پرې خبره نه شوه او حقيقت څرګند شو نو په سوشل ميډيا يې په پوځ بريد وکړو او خپله مور يې وډبوله. او خور
د پي ټي آئي پخواني مشر فيصل واوډا وئيلي دي چې د اعظم سواتي تورونه پخپله سپريم کورټ رد کړي دي۔