اعظم سواتي په عدالت کښې وړاندې کړې شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي سينيټر اعظم سواتي چې يو ځل بيا په سوشل ميډيا متنازع بيان ورکولو په تور ګرفتار کړے شو د ايف 8 محکمې ته وړاندې کړے شو۔
اعظم سواتي د ايف آئي اے چارواکو لخوا ډيوټي مجسټرېټ وقاص احمد راجا ته وړاندې شو، ډيوټي مجسټرېټ وقاص احمد راجا د اعظم سواتي د مقدمې اورېدنه وکړه.
د اعظم سواتي د حاضرۍ په موقع د خارجه چارو پخواني وزير شاه محمود قريشي، بابر اعوان، شهزاد وسيم او عمران اسماعيل هم د عدالت کمرې کښې موجود وو، بابر اعوان او فيصل چوهدري د اعظم سواتي وکيل وو.
د اوريدنې په موقع د تحقيقاتي افسر وينا وه چې څه متنازعه ټويټونه دي چې له وجې اعظم سواتي ګرفتار کړے شو، اعظم سواتي اعتراف کوي چې ټويټ دې کړي، ټويټر اکاونټ دې برآمد کړي، موبائيل فون او سامان دې ورسره وي. روغ شوی
د اعظم سواتي وکيل بابر اعوان وويل زما د موکل ژوند په خطر کې دی، هغه به په عدالت کې امنيتي بيان ريکارډ کوي.
د ايف آئي اے تحقيقاتي افسر اعظم سواتي د اتو ورځو جسماني ريمانډ غوښتنه کړې ولې عدالت د اړخونو دلائل اوريدو نه پس خپله فيصله محفوظ کړې ده۔
ياده دي وي چي د پي ټي آئي سينيټر اعظم سواتي يو ځل بيا د چک شهزاد د فارم هاؤس نه نيولي شوي د کومي په ضد چي تيره شپه د متنازعه ټويټ کولو په وجه د پي ټي آئي سينيټر په سوشل ميډيا د پاک فوځ لوړرتبه افسرانو ته سپکي سپورې کړي وې۔