پکتیکا کې یوې مور شپږ ماشومان زېږولي دي 

0
159

پکتیکا کې یوې مور شپږ ماشومان زېږولي دي 

سرچینې د دغو دوو ماشومانو د مړینې لامل نه دی روښانه کړی. د پکتيکا ولايت روغتيايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي د زېړوک ولسوالۍ د روغتيايي مرکز يوې سرچينې هم د يوې مور او د هغې د څلورو ماشومانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

د یادولو وړ ده چې تر دې څو ورځې وړاندې لغمان ولایت کې یو‌ې مور څلور اولادونه یوځايي زېږولي ؤ.

 

(2022 / 11 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پکتيکا ولايت د زېړوک ولسوالۍ په “مدکي” کلي کې د شنبې په ورځ د سنبلې د مياشتې په پنځمه نېټه يوې مور شپږ ماشومان وزېږول.

دا ماشومان تر طبي څارنې لاندې دي. درې ماشومان هلکان او درې نور یې نجونې دي. د پکتيکا ولايت سيمه ييزو سرچينو رسنيو ته ويلي، چې په يادو ماشومانو کې یې دوو ژوند له لاسه ورکړی، او څلور نور ژوندي دي.

سرچینې د دغو دوو ماشومانو د مړینې لامل نه دی روښانه کړی. د پکتيکا ولايت روغتيايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي د زېړوک ولسوالۍ د روغتيايي مرکز يوې سرچينې هم د يوې مور او د هغې د څلورو ماشومانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

اړوند موضوعات:

بدخشان کې يوې ښځې ۴ ماشومان وزېږول، خو ۴ وروسته ۴ واړه مړه شول

د یادولو وړ ده چې تر دې څو ورځې وړاندې لغمان ولایت کې یو‌ې مور څلور اولادونه یوځايي زېږولي ؤ.

 

Leave a reply