عبدالقهار بلخي: په ډيموکراسۍ کې له ښځو سره د تاوتریخوالي او پر دوی د تجاوز کچه لوړه ده.

0
173

عبدالقهار بلخي: په ډيموکراسۍ کې له ښځو سره د تاوتریخوالي او پر دوی د تجاوز کچه لوړه ده.

 

26 نومبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه د یوناما د هغې ادعا په غبرګون کې چې ویلي یې وو، افغانستان کې تر بل هر ځای د ښځو حقونه زیات نقض شوي دي، تازه څرګندونې کړي.

 

نوموړي ویلي: په ډيموکراسۍ کې له ښځو سره د تاوتریخوالي او پر دوی د تجاوز کچه لوړه ده.

 

هغه زیاتوي: په متحدو ایالتونو کې په هرو دریو ښځو کې یوه یې تاوتریخوالی او تجاوز تجربه کوي چې په وینا یې نور ډیموکراټیک دولتونه هم له دې چارې مستثنی نه دي.

 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکي: اسلامي دولتونه مکلف دي چې د ورته برخلیک سره د ښځو د مخ کیدو لپاره د خوندیتوب قانون جوړ کړي.

اړوند موضوعات

یوناما: ا.ا. به تمام اشکال خشونت علیه زنان پایان دهد

په ورته وخت کې د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یوناما او اروپایي ټولنې دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

حماد

Leave a reply