زرداري د جمهوري سياست امام دی، د فواد چوهدري په بيان د فيصل کنډي غبرګون

0
94

باغی ټي وي رپورټ
د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په اړه د فواد چوهدري د څرګندونو په غبرګون کې د پیپلز ګوند مشر فیصل کریم کنډي ویلي، اصف علي زرداري د ګوډاګي رول لوبولی دی، ووایه چې په کوم ګوند کې د شاملېدو اراده لري.
فواد چوهدري په لاهور کې د اصف علي زرداري د اوسېدو په اړه په سوشل ميډيا يو بيان جاري کړی او ويلي يې دي چې اصف زرداري په سندهـ کې نه شي وتلی، په پنجاب کې د هغه څه حيثيت دی.
فواد چوهدري زياته کړه چې دا ځل به انشاالله د سندهه په کليوالو سيمو کې پيپلز پارټي ختمه شي او د سندهه خلکو ته به سياسي حقونه ورکړل شي، غله به ختم شي او مافيا به خپل انجام ته ورسيږي.
دا خبره د یادونې ده چې په پنجاب کې د بدلون لپاره واکمن اتحاد فعال شوی او په دې لړ کې پخواني ولسمشر اصف علي زرداري لاهور کې د کېمپ لګولو پرېکړه کړې ده.

دسرچينو له مخې اوس به اصف زرداري په مشن لاهور کار پيل کوي، واکمن اتحاد د مشن لاهور دنده اصف علي زرداري ته سپارلې ده.

سرچينې وايي چې اصف علي زرداري به په راتلونکو څو ورځو کې د مشن لاهور ته ځي، اصف علي زرداري به څو ورځې په لاهور کې پاتې شي.

Leave a reply