روسیه په اوکراین تازه د توغندیو بریدونه کړي، ۶ تنه ټپیان شوي او د بریښنا نظام ی ویجاړ کړې

باغی ټي وي رپورټ
پر اوکراین د روسیې د پرلپسې توغندیزو بریدونو په پایله کې ۶ تنه وژل شوي، په داسې حال کې چې د برېښنا پر سټېشنونو د بریدونو په پایله کې د پلازمېنې کییف او اوډیسا په ګډون د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې د روسیې توغندیز بریدونه د اوکرایین د مهمو تاسیساتو په ګډون د برېښنا مرکزونه په نښه کړی دی.
د بله پلوه د اوکراین پلازمینې ته څیرمه د ویشارد په ښار کې د اپارتمان یو بلاک ویجاړ شوی دی چې د اور وژونکو او مرستندویه رضاکارانو لخوا د قربانیانو د ژغورنې هڅې روانې دي.

د اوکراین ملي پولیس وايي، د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو د روسیې د بریدونو په پایله کې نن سهار ۶ تنه وژل شوي او تر ۳۶ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د ملي پولیسو په وینا، د بریدونو په پایله کې 16 مهم تاسیسات او د استوګنې ودانۍ سخت زیانمن شوي او د اوکراین ډیری سیمې په تیاره کې ډوب شوي.

د اوکراین هوايي ځواک وايي، د روسیې له خوا توغول شویو ۷۰ کروز توغندیو کې ۵۰ یې له منځه وړي دي.

د بهرنیو رسنیو له مخې، د اوکراین د لومړي وزیر مرستیال وايي، د روسیې د بریدونو په پایله کې د مالدووا شاوخوا نیمايي سیمو برېښنا پرې شوې، په داسې حال کې چې د اوکراین درې برېښناکوټونه د برېښنا له ملي شبکې څخه پرې شوي دي.
د اوکراین چارواکي وايي، چې پر ټول هېواد د روسیې له لوري برید شوی، د اوکراین د روغتیا مرستیال وزیر وايي، چې نن ورځ ټول هېواد تر برید لاندې دی او موږ تر دې مخکې هم په پلازمېنه کیف او نورو ښارونو بریدونه لیدلي دي.

هغه زياته کړه، چې د بريدونو لړۍ لا نه ده درېدلې، نو د زيانونو اټکل نه کېږي، خو په څو ساعتونو کې به حالات روښانه شي.