د پاکستان فوځ نوي سرلښکر ټاکنه، وزیراعظم شهباز شریف ددې مهمې څوکې د معاملاتو له وجی معمول فعالیتونه منسوخ کړی دی

0
172

باغی ټي وي رپورټ
وزیراعظم شهباز شریف په مهمو پوځي پوسټونو د ټاکنو په معامله کښې د معمول فعالیتونه لغوه کړي دي.
ددفاع وزير خواجه اصف نن دوزيراعظم شهباز شريف سره ليدلي دي.په دغه ليدنه کې دجوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن او دپوځ سرلښکر لپاره دسپيچ پينل جائزه اخستې شوه.ددفاع وزير وزيراعظم ته په پينل کې دشامل شوو نومونو په اړه بريفنگ ورکړو. وزيراعظم به نن د اتحادي ګوندونو سره د مهمو تقررونو په اړه حتمي مشاورت هم کوي۔
تيره شپه وزيراعظم هاؤس ته د دفاع وزارت څخه د آرمي چيف او چيئرمېن جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ لپاره د نومونو فهرست ترلاسه شو چې نن سهار وزيراعظم هاؤس تصديق کړے دے۔

Leave a reply