فرانس کښې د ټیکس ادارې یو افسر اووژل شو

0
155

باغی ټي وي رپورټ
د مالیې یو افسر چې په فرانسه کې د دوهم لاس توکو پلورونکي کور معاینه کولو لپاره تللې وو وژل شوی.

د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې دا پېښه د فرانسې د بلکورټ په شمالي کلي کې رامنځته شوې چې پکې نه یوازې د پلټونکي بلکې د سوداگر جسد هم په کور کې موندل شوی چې تر اوسه دا نه ده څرګنده چې پېښه څه وه. .
د پولیسو په وینا، د مالیې انسپکټر د پلټنې لپاره د یو سوداګر کور ته ورغی چې زاړه توکي یې پلوري او د پلټنې لپاره یې یوه ښځینه افسره هم ورسره وه، خو کله چې پولیس موقعې ته ورسېدل نو ښځه یې په کرسۍ تړلې وموندله. د مالیې مفتش مړ وموندل شو.
پولیسو دا هم ویلي چې د سوداگر مړی هم په کور کې موندل شوی، د هغه جسد له کوره بهر موندل شوی، ظاهراً سوداگر ځان په ډزو وژلی دی.

د پولیس وینا ده چې د انسپکټر وژنه د منظم منصوبې له مخې ترسره شوې ده ځکه چې په قتل کې کارول شوې وسیله هم د پېښې ځای کې موندل شوې او د انسپکټر په شا د څو ټپونو نښې هم موندل شوي دي.
د سوداگر په اړه پوليس وايي، چې تر دې وړاندې يې په کوم جرمي فعاليت کې لاس نه درلود، خو له کوچنيانو سره يې بد چلند کاوه، چې پوليسو يې پر ضد اقدام کړى دى.

د بلکورټ ښاروال د پېښې په اړه وويل چې تورن ۴۶ کاله عمر لري او د خلکو له کورونو يې بېلابېل توکي راټولول او په ارزانه بيه يې پلورل.

Leave a reply