په ډیفنس کښې د پوليس اهلکار وژلو ملزم د پخواني ډي سي زوي ثابت شو، ددې قتل په اړه مهم تفصيلات مخې ته راغلي دي
باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ په ډيفنس سيمه کې د پوليس په وژنه کې ککړ ملزم د پخواني ډپټي کمشنر زوي ګرځېدلی دی .
د ډي آئي جي جنوبي عرفان بلوچ وينا ده چي د ملزم خرم نثار کور ډيفنس فيز پينځم کښي د جرم ځائي سره نزدې دے.
عرفان بلوچ وويل، چې تورن خرم نثار له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره د سويډن اوسېدونکی دی او يو بل ورور يې له خپلې کورنۍ سره په فيصل اباد کې اوسېږي، تورن په پېښه کې کارول شوی موټر په کور کې پرېښود او په بل موټر کې وتښتېدل. په کور کې موندل شوي عدلي معاینه کیږي.
د پوليس وينا ده چي د ملزم د کور نه د پاسپورټ يوه کاپي هم ترلاسه شوي ده، ملزم په کومه کښي چي تښتيدلي د هغه لټون روان دے او د هغه د ملګرو په کورونو هم چاپه وهل کيږي۔
د پولیسو په وینا په هوايي ډګر کې د تورنو کسانو د سفري اسنادو عکسونه او جزیات هم ورکړل شوي دي.