له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په قضیه کښې د پنجاب پخواني وزیراعلی بوزدار عبوري ضمانت غځول شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د لاهور احتساب عدالت د پخواني وزيراعلي عثمان بزدار عبوري ضمانت د دسمبر تر پنځمې پورې غځولی دی.
د لاهور په احتساب عدالت کې د پنجاب پخواني وزيراعلي عثمان بزدار په ضد د شرابو لائسنس جاري کولو لپاره د اختياراتو د غيرقانوني استعمال د مقدمې اورېدنه وشوه چې په ترڅ کې پخوانی وزيراعلي عدالت ته حاضر شو.
د اوريدنې په مهال قاضي پوښتنه وکړه چې ايا نيب ته د عثمان بزدار حراست ضرورت دے؟ د نیب پراسیکیوټر جواب ورکړو چې مونږ سره د هغه د ګرفتارۍ وارنټ نشته.
د عثمان بزدار وکيل وويل مونږ ته د بحث لپاره نېټه راکړه، په دې اړه د نيب پراسيکيوټر وويل کله چې وارنټ نه وي نو د تاريخ څه ضرورت دی؟
وروستو دکيس اوريدنې وروستو عدالت دعثمان بزدار عبوري ضمانت تر 5م دسمبر پورې غځولى دى.
بل اړخ ته د عدالت نه بهر ميډيا سره خبرو کښې يو خبريال عثمان بزدار پوښتنه وکړه چې د ګرفتارۍ وارنټ نه پس د تاريخ اخستلو څه ضرورت وو؟ په دې اړه پخواني وزيراعلي په ځواب کې وويل چې کله خبره په عدالت کې وي نو فکر کوم چې په دې اړه باید خبرې ونه شي.
…………………………………………