نیول شوې روپۍ مو افغانستان مرکزي بانک ته ورکړي: طالب مشران
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مشرانو د طرف نه داسې بیان راغلې چې دوی وایی هغه روپې چې د بیله بیلو ولایتونو نه مو لاس ته راغلې وی ، هغه مو د افغانستان مرکزي بانک ته ورکړي دي چې د افغان اولس په خیر ښیګړه ولګول شي.
د بیان مطابق دا پیسې ۱.۶ ملیونه ډالر او ۷۹ یوکم اتیا ملیونه افغانۍ وې ، چې د طالب مشرانو لاس ته په ولایت خوست، پنجشیر او لوګر ولایت کښې راغلې وې، د بیان مطابق دا پیسې افغانستان مزکزي بانک ته حواله شوي چې د اولس په ښیګړه ولګول شي.
افغان حکومت کا کہنا ہے کہ پنجشیر، خوست اور لوگر میں پکڑنے والا پیسہ افغان نیشنل بنک کے حوالے کردیا گیا۔ رپورٹس کے مطابق رقم میں 1 اعشاریہ 6 ملین ڈالرز اور 79 ملین افغانی شامل ہیں۔ pic.twitter.com/9nk6SVd2Bn
— Tahir Khan (@taahir_khan) September 28, 2021