د خیبر پښتونخوا په نوښار کښې نامعلومه کسانو یو وکیل په ډزو وژلې دې

0
170

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په نوښار کښې نامعلومه کسانو ډزي کړي او یو وکیل ی په نخښه کړې دې.
د خپرو شوو راپورونو مطابق دتحصیل پبي بار یو مشر وکیل نامعلومه کسانو په ډزو وژلي دي.

د پيښي په اړه د پوليس وينا ده چي وکيل ساجد وسيم کور ته روان وو چي نامعلومه کسانو پرې ډزي کړي دي۔

پوليس د قتل مقدمه درج کړے ده ولي تر اوسه ملزمان نه دي نيولي شوي۔
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو، پیښور او قبایلي سیمو کښې یو ځل بیا د نا امنې پیښې زیاتې شوي دي ، نامعلومه کسانو په هدفي او ترهګریز بریدونو کښې یو شمیر سیاسي ، سرکاري او غیرسرکاري وګړي په نخښه کړي او وژلي دي چې ځایی اولس ی سخت اندیښمن کړې دې.
…………………………….

Leave a reply