پیښور کښې د وژنې،لوټ مارې او د غلا کولو په پیښو کښې زیاتوالي اولس اندیښمن کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
په پېښور کې سږ کال قتل، غلا، لوټ، تښتونې او نورو جرمونو کې زیاتوالی راغلی، تېر کال ۳۱۶ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې سږ کال ۳۹۰ کسان وژل شوي، چې دا شمېره ۲۸۲ ته رسېدلې ده.
د پيښور د پوليسو لخوا جاري شوي شميرو له مخې تير کال په پيښور کښې د غلا 169 پيښې شوي دي په داسې حال کښې چې د روان کال په صرف 9 مياشتو کښې دا شميره 241 ته رسيدلې ده۔
تېر کال په ښار کې ۳۱۶ کسان وژل شوي وو، په داسې حال کې چې سږ کال ۳۹۰ کسان وژل شوي، سږ کال ۶۱۲ پېښې ثبت شوي چې د قتل ۴۵۷ پېښې زیاتې شوي دي.
تېر کال په ښار کې د غلا ۱۶۳ پېښې وې، چې سږ کال په ۹ میاشتو کې دا شمېر ۲۴۸ ته لوړ شوی دی.
دغه راز تېر کال ۶۲ عرادې موټرسایکلونه غلا شوي وو، په داسې حال کې چې سږ کال یوازې په ۹ میاشتو کې دغه شمېر ۵۶ ته رسېدلی دی، تېر کال په ۹ میاشتو کې ۲۴۸ او ۱۹۲ موټرسایکلونه غلا شوي وو.
تېر کال له پېښور څخه ۲۱ ماشومان تښتول شوي وو، خو سږ کال په ۹ میاشتو کې ۲۰ ماشومان تښتول شوي، تېر کال ۱۲ کسان لادرکه شوي، سږ کال د لادرکه شویو ۲۲ پېښې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، تېر کال ۱۲ عرادې موټر غلا شوي او د روان کال په ۹ میاشتو کې ۱۹ موټر غلا شوي، په ۲۰۲۱ کال کې ۱۴۳ موټر غلا شوي او د روان کال په ۹ میاشتو کې ۱۸۹ موټر غلا شوي دي.
سي سي پي او محمد اعجاز خان وايي چې د عدالتي نظام د کمزورۍ له امله مجرمان ژر خوشې کېږي او بيا په جرمونو کې ښکېل کېږي، په داسې حال کې چې د نفوسو زياتوالى او افراطيت هم د جرمونو د زياتېدو اصلي لاملونه دي





