صدر پاکستان ډاکټر عارف علوی او د خزانې وزیر اسحاق ډار ترمینځ لیدنه ، په مهمو سیاسي مسایلو یې خبرې وکړې

باغی ټي وی رپورټ
صدر ډاكټر عارف علوي سره د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار ملاقات وكړو په كوم كښې چې په بېلا بېلو سياسي او مالي چارو خبرې وشوې۔
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مالیې وزیر په دې کتنه کې د پاکستان ولسمشر ته د هېواد د اقتصادي او مالي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
د اعلامیې له مخې ولسمشر ته د سېلاب ځپلو سیمو او د زیانمنو شویو د بیارغونې په اړه هم معلومات ورکړل شول.
سرچينې وائي دصدر عارف علوي اؤ سناتور اسحاق ډار ترمينځ ليدنه کې دملک په مهمو سياسي اؤ نورو چارو هم خبرې اترې شوي دي.
دې نه علاوه اولس مشر سره د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني هم ملاقات وكړو په كوم كښې چې د هېواد په روانو سياسي صورتحال خبرې وشوې۔
ياده دې وي چې تيره ورځ د خزانې وزير اسحاق ډار له اصف علي زرداري او مولانا فضل الرحمان سره وليدل او هغوي ته يې د نواز شريف پيغام ورساوه.






