سیهون شریف کښې ترافیکي پیښه شوې، ۲۰ کسان چې پکښې ماشومان هم شامل دي مړه او ۱۳ کسان ژوبل شوي دي

0
109

سیهون: د ټال پلازا سره نزدې د انډس های وے باندې د مسافر وړونکي وین د کندې سره د غورځیدو له امله د 12 ماشومانو په شمول 20 کسان مړه او 13 ژوبل شوي دي.

د پوليس وينا ده چي د سيلابي اوبو د ويستلو لپاره په انډس هائي وے باندي کټ لګولي شوي وو چي د سيلابي صورتحال دوه مياشتي تيريدو باوجود هم دغه کټ او کنده نه ده ډکه شوي چي له وجي ئي دغه حادثه رامخي ته شوي ده، مړي او زخميان د عبدالله شاه طبي علومو انستیتوت ته لیږدول شوي دي

د ایس ایس پي عمران قریشي په وینا په دغه پیښه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

د عبدالله شاه د طبي علومو د انستیتوت رییس ډاکټر معین صدیقي وايي، په وژل شویو کې ۸ ښځې، ۶ هلکان او ۶ نجونې دي.

د جامشورو ډپټي کمشنر فريدالدين مصطفى وايي، په مسافر وړونکي وين کې ٣٣ کسان سپاره وو، چې ٢٠ کسان په حادثه کې مړه شوي، ١٣ کسان را ايستل شوي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د ډپټي کمشنر په وینا ژوبلو ته د علاج ښه سهولتونه ورکول کیږي، دوی د متاثره خاندانونو سره غم شریکي کوي او مړو ته به خپلو سیمو ته د منتقلولو ټول سهولتونه ورکول کیږي.

پخواني صدر اصف علي زرداري او د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په دغه پېښه د خفګان څرګندونه کړې ده او وئيلي ئې دي چې په دغه پېښه کښې خپل عزيزان له لاسه ورکولو له کورنيو سره په غم کښې شريک دي.

Leave a reply