د توشه خانه ډالۍ نرخ ټاکلو کښې چا هم چې برخه اخستې ده په ضد به ی قانونی کاروایی وشي،خرم دستګیر
باغي ټي وي رپورټ
د انرژۍ وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير وئيلي دي چې د کابينې ډويژن کوم غړي چې د توشه خانې د گھڑی د قيمت تخمينه کړې ده په ضد به يې جرمي مقدمه درج شي۔
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې د خبرو په وخت هغه وويل عمران خان ته به د ساعت پېرودلو او خرڅولو طريقه ورکول پکار دي۔
په پروګرام کښې د اسلام آباد هائي کورټ بار صدر شعيب شاهين وينا ده چې عمران خان ته هيڅ خطره نشته، دا د ټېکس د اختياراتو خبره ده.
په کيپيټل ټاک پروګرام کې کوربه حامد مير سره په خبرو کې د پاکستان مسلم ليګ (ق) مشر سېنېټر کامل علي اغا وويل چې عمران خان په خپل ټېکس ريټرنز کې د ساعت خرڅلاو ذکر کړی دی، که کوم اعتراض و نو اېف بي آر به يې اعتراض کړی وای.