د پاکستان تحریک انصاف مشر په خپل ځان د نورو بریدونو ډار څرګندونه کړې ده

0
142

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر چيرمين عمران خان وئيلي دي چي په ده باندي د نورو وژونکو حملو امکان دې او عمرا ن خان په دې اړه په خپل ځان د نورو بریدونو ویره څرګنده کړې ده.
یوه فرانسوي خبري چینل ته په یوه مرکه کې عمران خان ویلي چې زما ژوند اوس هم په خطر کې دی، دوی کولای شي چې بیا زما د وژلو هڅه وکړي او له بده مرغه زه فکر کوم چې دوی بیا هڅه کولای شي، ما ووژني، ځکه چې زما ګوند تر ټولو مشهور دی. په پاکستان کې سیاسي ګوند او زه پراخ ولسي ملاتړ لرم.
پخواني لومړي وزیر وویل چې له لارې د لرې کولو یوازینۍ لار زما له منځه وړل دي، نو خطر شته، په داسې حال کې چې ما له برید شپږ اونۍ وړاندې په یوه غونډه کې د دې دسیسې خبره کړې وه، خو ما ورته ویلي وو چې دا کار دی. د یو مذهبي جنون په لاس د وژلو پلان جوړ شوی، که خپلواکه پلټنه وشي ثابته شي چې دا ټول پلان شوي وو.
عمران خان وويل په مونږ ددوؤ بريدکوؤنکو لخوا بريد شوى ؤ، هغه هم چيف جسټس څخه غوښتنه کړې ده چې په دې اړه دې خپلواکه پلټنه وشي ځکه چې خپلواکه پلټنه به ثابته شي چې دا به موجوده حکومت ته ګټه رسي.

Leave a reply