په ناخبرې کښې د عدالت په سپکاوي باندې پښیمان یم، عمران خان د عدالت سپکاوي مقدمه کښې ځواب جمع کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د مې د ۲۵مې د احتجاج په اړه د عدالت د سپکاوي په مقدمه کې د امنیتي ادارو رپورټ غلط بللی او د کارروایۍ د ختمولو امر یې کړی دی.
د عمران خان د وکیل سلمان اکرم راجا لخوا سپریم کورټ ته ۲۳ صفحه جواب جمع کړے شو.
د عمران خان لخوا سپريم کورټ ته جمع کړل شوي جواب کې وئيل شوي چې هغه په عمدي توګه د سپريم کورټ د حکم خلاف ورزي نه ده کړې، زه باوري يم چې د مې د 25مې نيټې په ماښام د عدالت د حکم نه خبر شوی وو.
ده په ځواب کې وويل چې سپريم کورټ هم په خپل حکم کې بابر اعوان ته زما سره د ليدلو غوښتنه کړې وه، د عدالت له حکم سره سره انتظاميې بابر اعوان ته زما د ليدلو هيڅ سهولت نه دی ورکړی.
د تحريک انصاف چيئرمېن په خپل جواب کښې وويل چې په 25م مئ په 6:45 بجو د سياسي کارکنانو په اطلاع کارکنانو ته يو ويډيو پيغام جاري کړے شوے وو، د احتجاج په مهال د جيمرونو له وجې په ټيلي فون رابطه ناممکنه وه، افسوس هغه ګام چې په ناپوهۍ سره اخیستل شوی دی.
په ځواب کې عمران خان د امنيتي ادارو راپورونه دروغ بللي او ويلي يې دي چې د مې په ۲۵ مه ډي چوک ته د تللو کال د حکومت د رويې په ضد د پرامن احتجاج لپاره وو، خو له ما نه د ګډون غوښتنه شوې وه، اوس راته ويل شوي چې اسد عمر د جي ناین میدان په اړه لارښوونه وکړه.
د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان وکيل سپريم کورټ کښې جواب جمع کړے دے او د توهين عدالت کاروائي ختمولو غوښتنه ئي کړې ده۔