ټول ملک به د ترهه ګرو په ضد د اوسپنې په څیر دیوال ثابت شي، وزيراعظم شهباز شریف د لکی مروت بريد سخته غندنه کړې

0
182

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په لکي مروت کې دپوليسو په ګاډي دبريد سخته غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې ترهګر دپاکستان دښمنان دي.

وزيراعظم شهباز شريف لکي مروت کښې د ترهه ګرۍ په بريد کښې شهيد شوي شپږ پوليس اهلکارو ته د درناوي ورکولو په مهال وئيلي دي چې قوم هغو زامنو ته سلام وړاندې کوي کومو چې د مادر وطن لپاره خپل ژوند قربان کړ، ترهګر د پاکستان دښمنان دي او ټول ملک د دوی په ضد دی. د دې په مقابل کې به یو مخکښ دیوال ثابت شي.
وزيراعظم وويل دترهه گرۍ په ضد دپوليسو دلومړي ځواک په توگه د فخر وړ کردار ادا کړى دى، دخيبرپښتونخوا حکومت دې شهيدانو ته اعزازات اؤ شهيد پيکج ورکړي.
نوموړي د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل، خدای تعالی دې د شهیدانو درجات لوړ کړي او ټپیانو ته د زړه صبر ورکړي.

دکورنو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله لکي مروت کې دپوليسو په موبائيل دترهه گرۍ غندنه کړې اؤ دخيبرپښتونخوا چيف سيکرټري اؤ آئي جي څخه يې رپورټ غوښتى دى.

د کورنیو چارو وزیر د پولیسو پر شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړه او د شهیدانو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان هم په لکي مروت بريد د زړه له کومې خواشيني څرګنده کړې او د خېبر پښتونخوا له آئي جي څخه يې رپورټ غوښتی دی.

محمود خان وويل چې دپوليسو دشهيدانو قربانۍ به بې ځايه نۀ ځي، وزيراعلي محمود خان هم دپيښې له امله دپوليسو دشهيدانو له کورنيو سره دزړه له کومې خواخوږي څرګنده کړې ده.
……………………………………..

Leave a reply