په تورخم پوله افغان مریضان د سختو ستونزو څخه تیریږي

باغی ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د افغانستان څخه پاکستان ته د علاج لپاره راتلونکو افغان مریضانو خپلوانو شکایت کړې دې چې په تورخم پوله دوی سختو ستونزو سره مخ دي.
په تورخم کښې سرچینو رسنیو ته ویلي چې د افغانستان په لوري هم د افغان مریضانو په اسنادو ډیر وخت لګوي او سخت مریضانو ستونزې هغه وخت زیاتې شی چې دوی په تورخم پوله زیات وخت انتظار وکړي.
د سرچینو مطابق د پاکستان په لوري هم د مریضانو په اسنادو ډیر وخت لږي چې له وجهې ی د افغان مریضانو ستونزې نورې هم زیاتې شی او دوی په تورخم پوله زیات انتظار کوي او دوی ډیر د کړاوونو سره مخ کیږي.
دې مریضانو او ددوی خپلوانو د افغانستان او پاکستان چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د افغان مریضانو اسناد دې زر تر زره کتلې شی او دوی ته دې زر اجازه ورکول کیږي چې په تورخم پوله پاکستان ته لاړ شی چې د خپلو مریضانو علاج په پاکستان کښې وکړې شي.
………………………..






