لغمان کې د چت د پرېوتلو له امله څلور کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده  

0
193

لغمان کې د چت د پرېوتلو له امله څلور کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده  

د لغمان د والي وياند  وايي، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د دې ولايت د الينګار ولسوالۍ په “منګو” سيمه کې رامنځته شوې ده. هغه وايي چې د سميع الله په نوم د يوه سړي کور د سخت باران له امله نړېدلى او په پايله کې يې مېرمن او دوه زامن وژل شوي او يوه لور يې ټپي شوې ده.

 

(2022 / 11 / 15    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په لغمان کې سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د لغمان د والي وياند  وايي، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د دې ولايت د الينګار ولسوالۍ په “منګو” سيمه کې رامنځته شوې ده. هغه وايي چې د سميع الله په نوم د يوه سړي کور د سخت باران له امله نړېدلى او په پايله کې يې مېرمن او دوه زامن وژل شوي او يوه لور يې ټپي شوې ده.

اړوند موضوعات:

ننګرهار؛ سپین غر ولسوالۍ کې د وادۀ پر مراسمو د کور چت رالوېدلی

هغه زياته کړه، چې ټپي ماشوم د لغمان ولايتي روغتون ته لېږدول شوى او ډاکټران يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ بولي. تر دې وړاندې هم د بارانونو په موسم کې ورته پېښې رامنځته شوې دي. د دغو پېښو اصلي لامل نړېدلي کورونه بلل کېږي.

Leave a reply