اليکشن کميشن په پنځلس ورځو کښې کراچۍ او حيدراباد کښې بلدياتي ټاکنو لپاره تيار دے، هائي کورټ فيصله محفوظ کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
د سندهـ هائي کورټ په کراچۍ او حيدراباد کې د بلدياتي انتخاباتو د پرله پسې ځنډولو په اړه دائر درخواستونو په اړه خپله فيصله محفوظه کړې ده.
په سندهـ هائيکورټ کې د بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو په ضد د درخواستونو اورېدنه وشوه، آئي جي سندھ، اليکشن کمشنر سنده او چيف سيکرټري سندهـ عدالت ته حاضر شول اؤ خواجه اظهار الحسن هم عدالت ته راغلى.
د اوريدنې په مهال آئي جي سندھ عدالت ته د اهلکارو شميرې او تعينات رپورټ وړاندې کړو په کومه چې د سنده هائي کورټ چيف جسټس پوښتنه وکړه چې د رينجرز رپورټ چرته دے؟ د عدالت په درخواست د رينجرز رپورټ هم جمع کړے شوے دے۔
جسټس يوسف علي سعيد وويل ته څه غواړې چې مونږ ته دټيوشن کلاسونه ورکړو؟ روزنه هم ورکړئ؟ چې په ځواب کې ايډوکيټ جنرل وويل دانتخاباتو ترسره کول دصوبائي حکومت نه بلکې دالیکشن کميشن کار دى مونږ دانتخاباتو لمړى پړاؤ ترسره کړى اؤ اوس هم ترسره کولو ته تيار يو.
ايډوکيټ جنرل سنده وويل مونږ په ځمکه حقايق بيان کړي دي، اليکشن کميشن دې دټولو گوندونو او حقايقو دڅيړنې وروستو فيصله وکړي، اليکشن کميشن په خپله فيصله کولو آئيني اختيار لري.
د سندهـ هائي کورټ چيف جسټس د اليکشن کميشنر نه پوښتنه وکړه چې انتخابات به کله کيږي؟ چې په ځواب کې چیف الیکشن کمشنر سنده وویل هو مونږ ټولټاکنې ترسره کولو ته تیار یو.
عدالت ريمارکس ورکړو چې ولې د سترې محکمې د حکم خلاف ورزي د عدالت سپکاوی کوي، که ټاکنې په يو وخت نه شي کېدی نو په مرحلو کې دې وشي.
د سندهـ اليکشن کمشنر وويل په دواړو ډويژنونو کې ۱۳۰۷ حساس پولينګ سټېشنونه دي، په دې اړه عدالت پوښتنه وکړه چې د حساسو پولنګ سټېشنونو مطلب څه دی؟ ایا ځواک به نه واستول شي؟
د سندهـ اليکشن کمشنر وويل مونږ ټولټاکنې ترسره کولو ته تيار يو، پوليس او داخله وزير دې امنيت برابر کړي.
چيف جسټس پوښتنه وکړه چې کراچۍ ډويژن کښې به په څو ورځو کښې انتخابات کيږي؟ په دې اړه د سندهـ اليكشن كمشنر وويل چې انتخابات به په راتلونكو ۱۵ ورځو كې ترسره شي.
عدالت د آئي جي سندھ نه پوښتنه وكړه چې تاسو راته ووايئ چې څومره قوت به وركړې شي، څومره چې وغواړي هغه به وركړې شي؟
د ایم کیو ایم پاکستان وکيل وايي چې پرون د انتخاباتو کمېشن ټول سټېک هولډران اسلام اباد ته وربللي وو، له دې سره موږ هم اغېزمن يو، کله چې د انتخاباتو اعلان وشو نو د انتخاباتو کمېشن کورم پوره نه و.





