د پاکستان او ایران ترمینځ د پولو امنیت، دوه اړخیزه سوداګري، د فرهنګ او پوهنې په برخو کې د اړیکو پراختیا لپاره دوه ورځنۍ غونډه ایران کښې پیل شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان او ایران د ګډ سرحدی کمیسیون کلنۍ غونډه د ایران په زاهدان کې پیل شوه.
د پاکستان او ایران د ګډ سرحدی کمیسیون په کلنۍ غونډه کې د پاکستانی پلاوی مشری د بلوچستان لوی سیکتر عبدالعزیز عقیلی کوی او د ایرانی پلاوی مشری د سیستان بلوچستان ګورنر جنرال حسین مدرس خیابانی کوی.
په پاکستاني پلاوي کې لوړپوړي وفاقي او صوبايي چارواکي، د امنيتي ادارو افسران او د سوداګرۍ خونې استازي هم ګډون لري.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو امنیت، دوه اړخیزه سوداګري، د فرهنګ او پوهنې په برخو کې د اړیکو پراختیا د دې دوه ورځنۍ غونډې د اجنډا برخه ده.






