د افغانستان بانک سرپرست د پاکستان د سوداګرۍ آتشې له مشر سره لیدلي.

د افغانستان بانک سرپرست د پاکستان د سوداګرۍ آتشې له مشر سره لیدلي.
31 اکتوبر 2022
د افغانستان بانک له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان بانک سرپرست عبدالقاهر حاجي ادریس د پاکستان له تجارتي اتشې مشر کوثر علي سره د سوداګرۍ د پراختیا، اقتصادي ودې او مالي او بانکي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان بانک زیاتوي، دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان د مرکزي بانکونو تر منځ د مالي او بانکي اړیکو د پراختیا، اسلامي بانکوالۍ، د ظرفیت لوړونې، د سوداګرۍ د ودې او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث کړی دی.
پدې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس یادونه وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د نړیوالو منل شوو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره غوره اړیکې ولري او لدې لارې په هېواد کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.
اړوند موضوعات
رئیس افغانستان بانک با رئیس اتشه پاکستان دیدار کرد
دا لیدنه داسې مهال شوې چې د افغانستان د صرافانو ټولنې خبرداری ورکړی، چې په دې وروستیو کې له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته د ډالرو قاچاق زیات شوی دی.





