د عمران خان په ضد د ترهګرۍ قضیه، عدالت د هغه عبوري ضمانت منظور کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د ترهه ګرۍ مقدمې کښې د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان عبوري ضمانت منظور کړے شو۔
د عمران خان د عبوري ضمانت د درخواست اورېدنه د جج جواد حسن عباس په مشرۍ کې وشوه.
عدالت عمران خان ته د یو لک روپو په ضمانت د اکتوبر تر ۳۱مې نیټې پورې عبوري ضمانت منظور کړی دی.
ياده دې وي چې د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان هم د آډيو ليکس مسلې د پلټنو لپاره سپريم کورټ کښې درخواست جمع کړې دې ولې اسلام آباد هائي کورټ د اليکشن کميشن د فيصلې خلاف درخواست کښې ريمارکس کړې دې د عمران خان لپاره په ټاکنو کې د ګډون لپاره هیڅ ډول بندیز نشته.
…………….