طالبان: ډېر ژر به مو یو شمېر هېوادونه په رسمیت وپېژني

طالبان: ډېر ژر به مو یو شمېر هېوادونه په رسمیت وپېژني
د ا.ا.ا فرهنګي مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو له عمومي منشي او د بیلو هېوادونو له مشرانو سره تماس نیولی دی او په خبره یې ژر به یو شمېر هېوادونه د ا.ا.ا په رسمیت وپېژني.
((2021 / 9 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
د ا.ا.ا فرهنګي مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو له عمومي منشي او د بیلو هېوادونو له مشرانو سره تماس نیولی دی او په خبره یې ژر به یو شمېر هېوادونه د ا.ا.ا په رسمیت وپېژني.
هغه زیاته کړې چې دوی د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته یو لیک استولی دی او دغه راز یې له نورو هېوادونو سره هم اړیکې نیولې دي څو دوی په رسمیت وپېژني.
مجاهد ویلي، تمه شته چې هر څه ژر د رسمیت پېژندنې لړۍ پیل او له ټولو هېوادونو سره ډيپلوماټیکې اړیکې پیل شي.
که څه هم نوموړي د هغو هېوادونو نوم یاد نه کړ چې دوی به په رسمیت وپېژني خو داسې ښکاري چې ښایي چین، روسیه، قطر، ایران او پاکستان تر نورو مخکې د ا.ا.ا په رسمیت وپېژني.
تر دې وړاندې یو شمېر هېوادونو پر طالبانو یو شرطونه ایښي ؤ؛ او ویلي یې ؤ چې که طالبان دغه شرطونه ونه مني دوی به یې په رسمیت ونه پېژني.






