پاکستان د امن لپاره په فوځي مشقونه کښې برخه واخسته
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ په روس هیواد کښې د امن لپاره د شنګهایی تعاون کانفرنس د سیوري لاندې فوځي مشقونه کښې برخه واخسته .
په ټولنیزو رسنیو د ټویټر په پانړه ترکی اردو دا خبر خپور کړې چې د پاکستان فوځ مشر جواینټ چیف آف سټاف کمیټي جنرل ندیم رضا د فوځي مشقونو په آخري غونډه کښې شرکت وکړو.
جنرل ندیم رضا په دې سفر کښې د روس حکومت مشرانو او د شنګهایی تعاون کانفرنس د غړو هیوادونو نمایندګانو او نورو چارواکو سره وکتل.
یاده دې وی چې د پاکستان وفد هم د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د دوشنبې سفر کړې وو او د شنګهایی تعاون کانفرنس کښې ګډون کړې وو.
یاده دې وی چې د امن لپاره د شنګهایی تعاون کانفرنس دا فوځي مشقونه په داسې وخت کښې ترسره شو چې د افغانستان نه د نیټو او امریکایی ځواکونو انخلا مکمل شوي او په افغانستان کښې د امارت اسلامی افغانستان کنټرول لاس ته راغلي او طالبانو خپل نوې عبوری حکومت هم اعلان کړې دې.
پیس امن مشقیں 2021
شنگھائی تعاون تنظیم کے ممالک کی مشترکہ فوجی مشقیں 2021 روس میں منعقد ہوئی
پاک فوج کے چیئرمین جوائنٹ چیفس آف اسٹاف کمیٹی جنرل ندیم رضا کی مشقوں کی اختتامی تقریب میں شرکت
روس اور شنگھائی تعاون تنظیم کے ممبرز کی اعلیٰ عسکری قیادت سے ملاقاتیں بھی کیں#SSG #China pic.twitter.com/bC1XLcFsh1— ترکیہ اردو (@TurkiyeUrdu_) September 25, 2021