یوې ترکي موسسې له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه اصلاح شوي تخم مرسته کړې

0
179

یوې ترکي موسسې له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه اصلاح شوي تخم مرسته کړې

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د دې مرستې ژمنه د یادې موسسې مسوول د دغه وزارت له سرپرست عبدالرحمن راشد او مرستیال سره په لیدنه کې کړې ده.

 

(2021 / 9 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

کرنې وزارت ویلي چې د اي‌اچ‌اچ په نامه یوې ترکي موسسې له افغانستان سره د غنمو د ۱۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخم مرسته کړې ده.

د یاد وزارت په خبره، ټاکل شوې دا مرسته تر یوې میاشتې پورې افغانستان ته را ورسېږي او پر بزګرانو ووېشل شي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د دې مرستې ژمنه د یادې موسسې مسوول د دغه وزارت له سرپرست عبدالرحمن راشد او مرستیال سره په لیدنه کې کړې ده.

راشد په یاده لیدنه کې د اي‌اچ‌اچ موسسې په ګډون ټولو موسسو او مرستندویه بنسټونو د هغوی د امنیت ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې ټولې موسسې کولی شي خپلې پروژې په پوره ډاډ سره پلې کړي.

تر دې وړاندې قزاقستان هېواد هم ویلي ؤ چې افغانستان سره به د اوړو او غنمو مرستې وکړي.

 

Leave a reply