جیورجیو میلیوني د ایټالیا لومړۍ وزیره وټاکل شوه

جیورجیو مالیوني د ایټالیا لومړۍ وزیره وټاکل شوه
مېرمن مالوني د جمعې په ورځ (اکتوبر ۲۱) اعلان وکړ چې د نوي حکومت د جوړولو دنده یې پر غاړه اخیستې او نن به په رسمي ډول لوړه وکړي. هغې مخکې ژمنه کړې وه چې د مهاجرت قوانین به سخت کړي او د مهاجرو پر مخ به د ایټالیا پولې وتړي.
(2022 / 10 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
جیورجیو میلوني د ایټالیا لومړۍ وزیره شوه. جورجیا میلوني د ایټالیې د ښي اړخي ګوند مشره “برادران آف ایټالیا” د ایټالیا د لومړۍ ښځینه صدراعظمې په توګه وټاکل شوه.
مېرمن مالوني د جمعې په ورځ (اکتوبر ۲۱) اعلان وکړ چې د نوي حکومت د جوړولو دنده یې پر غاړه اخیستې او نن به په رسمي ډول لوړه وکړي. هغې مخکې ژمنه کړې وه چې د مهاجرت قوانین به سخت کړي او د مهاجرو پر مخ به د ایټالیا پولې وتړي.
اړوند موضوعات:
لیز ټرس د برتانیا نوې وزیراعظمه ټاکل شوې، خپله رسمي دنده ی پیل کړې ده
مېرمن مالوني داسې محال د ایټالیا لومړۍ وزیره ټاکل کېږي چې اوس محال په لکونو افغان، سوریايي او د نورو هېوادونو کډوال د اروپا خوا ته مخه کړې ده.
د یادونې ده چې کابو ۵۰ ورځې وړاندې د بریټانیا لپاره لیزس ترس د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه؛ خو د پنځه څلوېښت رسمي کاري ورځو په تیریدو سره یې وویل چې دا بریټانیا له اقتصادي ننګونو نشي ژغورلی؛ نو ځکه یې استعفاء ورکړه.






