د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فیټف خړ لسټ څخه په ویستلو کښې د فوځ سرلښکر کردار ستاینه کړې ده
وزيراعظم شهباز شريف د فنانشل ايکشن ټاسک فورس (اېف اے ټي ايف) له خړ لېسټ نه د پاکستان په اېستلو مننه کړې ده.
شهبازشريف وئيلي دي چې په دې کاميابۍ کې فپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ته دهغه دکليدي کردار ادا کولو په اړه کښې هغوی ته مبارکي وړاندې کوم او ددې لوی کار ستاینه کوم چې پاکستان د خړ لست څخه بهر شو، وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې دټولو ګوندونو اؤ مشرانو څخه هم مننه کوي چې په خپل بشپړ مرستو سره يې دا ممکنه کړې ده.
I would particularly commend the role & efforts of Foreign Minister Bilawal Bhutto, Army Chief General Qamar Javed Bajwa and their teams & all political parties for putting up a united front to get Pakistan out of the grey list. Alhumdulillah! https://t.co/LkX5tupMQe
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) October 21, 2022
په ټوېټر خپل یو بیان کې شهباز شریف ویلي چې د الله شکر دی چې پاکستان د FATF له خړ لیسته وایستل شو، په نړیواله کچه د پاکستان د وقار او وقار بحالولو له امله ولس ته مبارکي وایم.
ده ووئيل دا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د لويو قربانيو اعتراف دے٬ د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان هڅې نړۍ د ستائنې وړ ګرځولې دي۔
د دې نه علاوه صدر عارف علوي وئيلي دي چې د ايف اے ټي ايف له خړ لېسټ څخه د وتلو په اړه د پاکستان خلکو ته مبارکي وړاندې کوم، د ټولو هغو کسانو مننه کوم چې د دې لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.
ياده دې وي چې د فنانشل ايکشن ټاسک فورس (FATF) پاکستان له خړ لېسټ څخه ايستلی وو، د FATF دوه ورځنۍ غونډه په پاريس کې شوې وه چې پکې د خړ لېست څخه د پاکستان د نوم د ويستلو په اړه غور وشو.
د پاکستاني پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر کوله. له غونډې وروسته FATF رسماً د پاکستان نوم له خړ لیست څخه د ایستلو اعلان وکړ.
د FATF له خړ لیست څخه وتل به پاکستان ته د بهرنیو مرستو ترلاسه کول اسانه کړي.د اعلاميې له مخې، پاکستان به د FATF تر څارنې لاندې پاتې شي، پاکستان د مني لانډرنګ او د ترورېزم د مالي تمويل ضد قانون لا ډېر عملي کولو ته اړتيا لري.