پاکستان تحریک انصاف د ټاکنو کمیشن مشر لرې کولو لپاره سپریم جوډیشل کونسل ته درخواست جمع کړې دې

0
194

باغی ټي وی رپورټ
پاکستان تحريک انصاف د چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا د لرې کولو لپاره سپريم جوډيشل کونسل کښې ريفرنس جمع کړے دے۔

ريفرنس کښي وئيلي شوي دي چي چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا متعصبه دے نو هغه ددي څوکي اهل نه دے نو هغه دي ليري کړے شي۔

د چيف اليکشن کميشنر پوسټ آئيني دي او د هغه د لرې کولو کړنلاره د اساسي قانون له مخې د قاضي د لرې کولو په شان ده، دا يواځې د سپريم جوډيشل کونسل منظوري ورکولى شي.
دا خبره د یادونې ده چې پرون په یو بیان کښې عمران خان د موجوده د ټاکنو کمیشن مشر په څارنه کښې د راتلونکې ټاکنې ترسره کولو په اړه خوښی څرګنده کړې وه.
………………………………………..

Leave a reply