اوکراین له ایران سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې

0
119

اوکراین له ایران سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا وړاندیز یې تېره ورځ سه شنبه د می په ۲۶مه پر روسیې د پوځي وسلو د پلورلو له امله کړی دی. دیمیټرو کولبا په یوه خبري غونډه کې وویل چې په اوکراین کې د ویجاړۍ بشپړ مسوولیت به د ایران پر اوږو وي. خو ایران تل پر روسیې د وسلو د پلورلو په اړه د اوکراین ادعا رد کړې ده.

 

(2022 / 10 / 19   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اوکراین له ایران سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولبا ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته وړاندیز کړی چې له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا وړاندیز یې تېره ورځ سه شنبه د می په ۲۶مه پر روسیې د پوځي وسلو د پلورلو له امله کړی دی. دیمیټرو کولبا په یوه خبري غونډه کې وویل چې په اوکراین کې د ویجاړۍ بشپړ مسوولیت به د ایران پر اوږو وي. خو ایران تل پر روسیې د وسلو د پلورلو په اړه د اوکراین ادعا رد کړې ده.

اوکراین دغه اقدام وروسته تر هغه کوي چې تېره ورځ روسیې یو ځل بیا د اوکراین پر مرکز کیف باندې حملو ته زور ورکړ او د ځانمرګو بې پیلوټه الوتکه پر مرسته يې یو شمېرودانۍ په نښه کړې.

اړوند موضوعات:

وزیر دفاع آمریکا: حمایت غرب از اوکراین جامعه بین المللی را متحد کرده است 

د یادونې ده چې ځانمرګې بې پیلوټه الوتکې څه موده وړاندې د ایران له خوا جوړې شوې دي؛ خو لا معلومه نده چې روسیې همغو الوتکه پدغو حملو کې استفاده کړې که نه.

 

Leave a reply