بیرسټر سیف وایی چې ملتان کښې د پي ټي آیی ماتې د موروثي سیاست لامل دې

0
92

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بیرسټر سیف وايي، د ملتان ضمني ټاکنو کې د تحریک انصاف د ماتې لامل موروثي سیاست دی.

بيرسټر محمد علي سيف وايي ملتان کې د پي ټي ائي ماتې منلو سره ښايي د ګوند د کانديدانو په انتخاب او انتخابي کمپاين کې ستونزې وي، د ملتان ضمني ټاکنو کې د ماتې لامل موروثي سياست وي.

د خېبرپښتونخوا حکومت وياند وايي، چې عمران خان او غلام احمد بلور ته له ماتې ورکولو وروسته بايد امل ولي خان له سياسته استعفا وکړي او د ګوند صوبايي مشرتابه دې د تورونو پر ځای اليکشن کمېشن ته درخواست ورکړي.

بيرسټر محمد علي سيف وويل ګټل او بايلل دانتخاباتو برخه ده خو په ضمني انتخاباتو کې دعمران خان بيانيه بريالى شوى دى.

ياده دې وي چې د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د ملک په مختلفو ښارونو کښې د قامي اسمبلۍ د 8 او د پنجاب اسمبلۍ د 3 څوکيو لپاره په انتخاباتو کښې 6 څوکۍ ګټلې وې، په داسې حال کښې چې پيپلز ګوند ملتان او کراچۍ کښې دوه دوه څوکۍ ګټلې وې.
د پاکستان پیپلز پارټۍ د ملتان نه د قامي اسمبلۍ حلقه این اے ۱۵۷ سیټ ګټلی دی.

د این ای ۱۵۷ ملتان ۴ د ټولو ۲۶۴ پولنګ سټیشنو د غیر رسمي او غیر رسمي نتیجو له مخې د پاکستان پیپلز ګوند سید علي موسی ګیلاني ۱۰۷۳۲۷ ووټونو سره بریالی شو.

د هغه مخالف شاه محمود قریشي لور او د پاکستان تحریک انصاف مهر بانو قریشي ۸۲۱۴۱ رایې خپلې کړې.
دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان پیپلز پارټۍ د ملتان نه د قامي اسمبلۍ حلقه این اے ۱۵۷ سیټ ګټلی دی.

د این ای ۱۵۷ ملتان ۴ د ټولو ۲۶۴ پولنګ سټیشنو د غیر رسمي او غیر رسمي نتیجو له مخې د پاکستان پیپلز ګوند سید علي موسی ګیلاني ۱۰۷۳۲۷ ووټونو سره بریالی شو.

د هغه مخالف شاه محمود قریشي لور او د پاکستان تحریک انصاف مهر بانو قریشي ۸۲۱۴۱ رایې خپلې کړې او دغه شان پیپلز ګوند کاندید د پاکستان تحریک انصاف کاندید ته ماتې ورکړه.
………………………………

Leave a reply