خېبرپښتونخوا ،ضمني انتخاباتو کښې د ليډي هيلته اهلکارو نه د سيکورټي ډيوټي اخستو فيصله شوې ده.
باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا ضمني انتخاباتو کښې د ليډي هيلته ورکرز نه د سيکورټي ډيوټي اخستو فيصله شوې ده.
په خېبرپښتونخوا کې به د قامي اسمبلۍ په حلقو ۲۲ او ۲۴ کې د ټولټاکنو په مهال د ۴۴۰۰ زنانه صحت کارکونکو څخه د حفاظتي وظيفې اخستل کيږي.
د مردان د ريجنل پوليس افسر (آر پي او) دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د پولنګ سټېشنو کښې به د ليډيز هيلټ ورکرز سره د ليډيز پوليس سره د حفاظت فرائض سرته رسوي۔
آر پي او مردان محمد علي خان وئيلي دي چي په امن ماحول کښي د انتخاباتو ترسره کيدو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي شوي او د ټولو متعلقه ادارو سره په رابطه کښي دي۔
ده ووئيل چې پوليسو په چارسده او مردان كښې د ضمني ټاكنو لپاره امنيتي انتظامات بشپړ كړي دي۔
ده ووئيل د پوليس اهلكارو تر څنګ به د NA-22 مردان او A-24 چارسدې په پولنګ سټېشنو كښې 4400 زنانه صحت كاركوونكي هم وظيفې كوي۔