کویټه کښې په یو دولتي دفتر لاسي بم برید شوې دې
باغي ټي وي رپورټ
د کوئټې په سریاب روډ باندې نامعلومه کسانو د پي ټي سي ایل په دفتر لاسي بم وغورځاوه چې په چاودنه کې د دفتر ساتونکی ژوبل شو.
دپوليسو چارواکو وئيلي دي دنهې په شپه نامعلومه وسله والو دکوئټې په سرياب روډ باندې دپي ټي سي ايل په دفتر لاسي بم وغورځوۀ چې له دروازې سره نزدې پرېوتو اؤ زوروره چاؤدنه وشوه.
دچاودنې په نتيجه کې يو شخصي امنيتي ساتونکى ژوبل شوى چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوى دى.
له پېښې وروسته بریدګر په تیښته بریالي شوي، پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او شواهد یې راټول کړي دي.ياده دي وي چي په دوه ورځو کښي د سرياب روډ باندي دوه لاسي بمي بريدونه شوي دي چي پکښي پنځه کسان ژوبل شوي دي۔
نور خبرونه
عدالت د پي ټي آیی مشر حامد زمان د نور جسماني ریمانډ غوښتنه رد کړې ده
پاکستان تحریک انصاف د بنیادي قانون دفعه ۱۴۴ په اسلام آباد هایی کورټ کښې چیلنج کړې ده
پخوانۍ اولس مشر آصف علی زرداري د روغتون څخه خپل کور ته وړل شوې دې
کویټه کښې د لاسي بم برید شوې دې ، په برید کښې ۴ کسان ژوبل شوي دي
پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف به نن لندن کښې رسنیو سره خبرې وکړي
نن ټول پاکستان کښې د آخري پیغمبر اسلام د ولادت ورځ نمانځل کیږي