د پاکستان د ټاکنو کمیشن دومره هم پاک نه دې چې ددوی هر امر اومنل شي: د پنجاب داخله چارو وزیر

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب د کورنیو چارو وزیر هاشم ډوګر وايي، رانا ثناالله باید فکر وکړي چې د پي ټي آی اعلان شوې اوږد مارچ به د مې د ۲۵مې لانګ مارچ په څیر نه وي.
په خپل یو بیان کې نوموړي ویلي چې د کورنیو چارو وزارت په غوښتنه به محکمې ته ولاړ شي، په کومو سیمو کې چې ضمني ټاکنې کېږي د سېلاب وضعیت نشته.
هاشم ډوګر وویل چې د ټاکنو کمیسیون دومره پاک خو نه دې چې د دوی هر حکم مونږ اومنو.
د دې تر څنګ د پنجاب د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې په شیخوپوره هچړ کې د ۸ کسانو د وژلو په قضیه کې به د نرنګ منډي پولیس سټیشن د ایس ایچ او خلاف کاروايي وشي.
تر دې وړاندې د جيو نيوز پروګرام “نيا پاکستان” کې وينا کې رانا ثناءالله ادعا کړې وه چې عمران خان د اکتوبر د ۱۲مې نه تر ۱۷مې نېټې پورې د لانګ مارچ پلان لري.
د خپلې دعوې په تائید کې رانا ثناالله دا هم وویل چې هغه ته معلومه ده چې عمران خان څه کوي، هغه هم سرچینې لري.
…………………….
نور خبرونه
پاکستان تحریک انصاف د بنیادي قانون دفعه ۱۴۴ په اسلام آباد هایی کورټ کښې چیلنج کړې ده
پخوانۍ اولس مشر آصف علی زرداري د روغتون څخه خپل کور ته وړل شوې دې
کویټه کښې د لاسي بم برید شوې دې ، په برید کښې ۴ کسان ژوبل شوي دي
پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف به نن لندن کښې رسنیو سره خبرې وکړي
نن ټول پاکستان کښې د آخري پیغمبر اسلام د ولادت ورځ نمانځل کیږي






