تایلنډ کې یو وسلوال کس د ماشوم پالنې په مرکز برید کې د ماشومانو په ګډون ۳۴ تنه وژلي.
6 اکتوبر 2022
د ځینو سرچینو له قوله یو وسله وال کس د ټایلند هیواد په شمال ختیځ کې په یوه وړکتون کې د ۲۲ ماشومانو په گډون ۳۱ کسان وژلي دي.
د ټایلند پولیسو ویلي چې دغه وسله وال د خپل زوی او میرمنې تر وژلو وروسته ځان وژنه کړې ده.
د پوليسو چارواکي وايي بريد د یو تن پخوانى پوليس لخوا شوی دی.
دغه برید د تایلنډ هیواد په شمال ختیځ کې د نانګ بولام فو ایالت کې ترسره شوی. مسؤلین وایي ممکن د ځاني تلفاتو شمیر لا هم پورته شي.