کابل کوټه سنګي اباسین ځدران مارکیټ کې اور لګیدنه د اطفایې له لورې مهار شوه.
کابل کوټه سنګي اباسین ځدران مارکیټ کې اور لګیدنه د اطفایې له لورې مهار شوه.
5اکتوبر 2022
د کابل ښار پنځمې حوزې کوټه سنګي اړوند میرویس میدان سیمه کې نن سهار احمدي رخت فروشۍ مارکیټ کې اورلګېدنه رامنځته شوه، چې د غرمې یوه بجه په بشپړ ډول مهار او د اطفایي پرسونل له لوري اور ووژل شو.
د افغان دولت ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ټیم اور وژنه ترسره او الوتکو په ذریعه یې وګړي وژغورل.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل، چې اورلکېدنه سهار رامنځته شوه، خو تر اوسه یې لامل مالوم نه دی.
یاده اورلګېدنه کې احمدي د رخت فروشۍ او سیمساري مارکېټ بشپړ بشپړ ډول سوځېدلی او خوا کې یې اباسین مارکېټ هم کابو نیمه برخه سوځېدلې.
اړوند موضوعات
د کابل ښار د کوټه سنګي په یوه مارکیټ کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده
هټۍ والو او د سیمې خلکو د اسلامي امارت له مسوولینو، امنیتي ځواکونو او اطفایې پرسونل نه مننه کوله، چې پر وخت سیمې ته راغلل، اور یې مهار که او د چور او تالان مخه یې ونیوله.