د پاسپورټ ریاست رهبرۍ یو افغان محصل ته په وړیا ډول افتخاري پاسپورټ ډالۍ کړ.

0
121

د پاسپورټ ریاست رهبرۍ یو افغان محصل ته په وړیا ډول افتخاري پاسپورټ ډالۍ کړ.

4 اکتوبر 2022

د پاسپورټ ریاست عمومي رئیس عبدالحکیم حمدي نن ورځ افغان محصل زاهدالله روهي ته چې د شلو هېوادونو محصلینو په ازاده سیالۍ کې عمومي اول نمره بریالی شوی و، مبارکي ورکړه او په خپلو لاسونو یې وړیا افتخاري پاسپورټ ورته ډالۍ کړ.

 

د پاسپورټ ریاست رئیس د زاهدالله سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د نوموړي د استعداد او غوره نومرو اخېستل یې د هېواد لپاره یو لوی ویاړ وباله او هغه ته یې په زده کړو کې د لا بریالیتوبونو غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

 د افغان محصلینو لپاره د علامع اقبال سکالرشیپونه به ژر پیل شي

 

زاهدالله روهي چې د اسټرالیا سېډني پوهنتون د ماسټرۍ سکالرشیپ ته د شلو هېوادونو محصلینو په ازاده سیالۍ کې د ۹۸،۷ نمرو په اخېستلو سره لومړۍ مقام خپل کړی وه، د پاسپورټ ریاست یې هڅې وستایلې.

Leave a reply