بلنکن: ټوله نړۍ په تمه ده چې طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي

بلنکن: ټوله نړۍ په تمه ده چې طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جي شل هېوادونو له غونډې وروسته د یوۀ ټوېټ پیغام له لارې ویلي چې ټوله نړۍ په تمه ده چې طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي.
(2021 / 9 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جي شل هېوادونو له غونډې وروسته د یوۀ ټوېټ پیغام له لارې ویلي چې ټوله نړۍ په تمه ده چې طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي.
انتوني بلنکن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د طالبانو لپاره پکار ده چې د بشر او ښځو حقوقو منلو او درناوي ته انعطاف وښيی، تر څو نړیوال د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره اقدام وکړي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم په طالبانو غږ کړی ؤ چې د بشر حقوقو درناوی دې وکړي او ښځو ته دې د کار او زده کړو اجازه ورکړي.






